پوهنتون کې د لزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین ترسره شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۲:۱۱
SJAU

په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین ترسره شو.

یاد کمپاین د پوهنتون مشرتابه، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو له لوري د دې پوهنتون په اداري او تدريسي برخو کې ترسره شو، چې راټولې شوې مرستې د ځانګړې کمېټې له لوري د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شوې.

د سيد جمال الدين افغاني  پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب د ياد کمپاین پر مهال د هرات او بادغیس ولایتونو په وروستۍ زلزله خپله ژوره خواشیني وښوده او د الله ﷻ له درباره یې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او د غم ځپلو کورنیو پاتې غړو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

له ياد کمپاين سره د پوهنتون مشرتابه، استادانو، محصلانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د زلزله ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS