پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۲۵
SJAU

ياده ناسته کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف په گډون د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې مسؤلينو برخه لرله. د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د يادې کمېټې خدمتونه او هڅې وستايلې او د معروفاتو اقامې او منکراتو د ازالې او همداراز د اسلام په مبارک دين کې د دعوت او ارشاد پر مقام او تاريخي سلسله تفصيلي خبرې وکړې.

د دعوت او ارشاد آمر د خپلې وينا پر مهال د دعوت اهميت او فضيلت او د کمېټې پر مسؤليتونو رڼا واچوله او د کمېټې غړي يې خپلو کارونو ته ځير کړل. د يادې کمېټې مسؤلينو د پوهنتون له رييس سره په اړونده برخه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل، چې د پوهنتون مشرتابه له لوري ورته د ستونزو د حل او غوښتنو او وړانديزونو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS