پوهنتون رييس د دعوت او ارشاد آمريت د چارو ارزونه وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۳:۴۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنتون اداري واحدونو د ارزونو په لړ کې نن ورځ د دعوت او ارشاد آمريت چارې له نږدې وارزولې.

پیل کې د ياد آمريت منسوبينو په خپل وار د اړوندو فعاليتونو راپورونه د پوهنتون مشرتابه ته وړاندې کړل چې د پوهنتون رييس د هغوی روانې هلې ځلې وستايلې او چارو د لا ښه‌والي په موخه يې ورته اړينې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS