پوهنتون د یوې غونډې په ترڅ کې ممتاز محصلین وستایل

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۳۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو هغه محصلین چې د تېر سمستر په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون په کچه د ممتاز محصل مقام خپل کړی ؤ، د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

په همدې مناسبت د ياد پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت او پوهنتون د نشراتو او فرهنگي چارو عمومي کمېټې په هلوځلو د پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه پلاوي سربېره په کې د کونړ ولايتي ادارو مسؤلينو، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو برخه لرله.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې تقوا، دوامدارې هڅې او مسلکي‌والی د برياليتوب او پرمختگ اساسي شرطونه ياد کړل او محصلينو ته يې د دې ستر وياړ له امله چې د پوهنتون د ممتازو محصلينو مقام يې خپل کړى، مبارکي وويله.

مراسمو ته د کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د ولايت مقام د دفتر رييس مولوي محمد امين حقپرست، د ارشاد، حج او اوقافو رييس الحاج مولوي محمد رحيم مذهبي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس مولوي عبدالولي مارشال، کونړ ولايت استناف محکمې د عامه امنيت د دېوان مفتي شيخ رحمت الله په خپلو ويناوو کې محصلين وهڅول چې په راتلونکي کې تر دې ډېرې لاسته راوړنې او نوښتونه ولري او ياد مراسم ممتازو محصلینو ته د ستاينليکونو پر وېش او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS