پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۴:۱
SJAU

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار؛ پوهنځيو د رييسانو، محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر او د ازموينو عمومي کمېټې د غړو په ملتيا د پنځه‌کونو پوهنځيو د امتحانونو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.

نوموړي د يادې لیدنې په ترڅ کې د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې باید پر ټاکلي وخت او پوره شفافيت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت محصلينو ته اعلان کړي.

ټاکل شوې چې د پوهنتون ازموينو عمومي کمېټه به د روانو ازموینو له صحنو څخه په ورځني ډول د امتحانونو تر پايه دوامداره څارنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۶
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS