پوهنتون د ماسټر پلان د تدوين کمېټې ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۳۶
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ماسټر پلان د تدوين کمېټې په علمي څېړنو او مجلې معاونيت کې د ماسټر پلان د ترتيب او تدوين په تړاو ناسته وکړه چې په کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيداصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د کمپيوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام، د اقتصاد پوهنځي مرستيال پوهنيار مجيب الله ايوبي او د پلان او احصايې عمومي مدير سيد اکرام پاچا برخه لرله.

پیل کې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال د ماسټر پلان د اهميت په تړاو خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ماسټر پلان د پوهنتونونو لپاره ځکه مهم دی، ترڅو راتلونکي نسلونه په اسانۍ سره وکولای شي په ډاډمنه توگه د اسانتياو په شتون خپلې زده کړې وکړي.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستيال د ماسټر پلان د تدوين او تطبيق لپاره له اړوندو ادارو سره همغږي اړينه وبلله او زياته يې کړه چې لومړی بايد د پوهنتون ټولې اړتياوې تشخيص او پلي کېدو ته يې ځمکه ځانگړې شي.

د اقتصاد پوهنځي مرستيال په خپل وار د پوهنتون ماسټر پلان د تدوين په پار ترتيب شوې خاکه د کمېټې غړو ته وړاندې کړه او زياته يې کړه چې د پوهنتون اړتياوو ته په پام به دا طرحه په راتلونکي کې په تشريحي بڼه ترتيب شي.

پر نورو بېلابېلو موضوعاتو تر بحث وروسته ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS