پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۱:۱۱
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه، په کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو برخه لرله.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال د شورا پر ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او اړوند مسؤلين يې خپلو دندو ته ځیر کړل. ورپسې د پوهنتون مرستيالانو د تېرې مياشتې کاري راپورونه له شورا سره شريک کړل او همداراز د تېرې علمي شورا د پرېکړو گزارش وړاندې شو.

په دغه کاري ناسته کې د نړۍوال علمي ژورنال پر جوړولو، کرنې پوهنځي د اگرانومي او ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ادب په ديپارتمنتونو کې د ماسټرۍ برنامو پر ايجاد، پوسټر پرېزنټېشن ته په چمتووالي، مسلکي پرمختيايي مرکز د مشورتي بورد په ټاکلو، بېلابېلو کمېټو پر تعين او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS