پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۵
SJAU

ياده غونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلې په معاونيت کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د يادې علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د مديره او کتنپلاوي غړو برخه لرله.

ناستې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال په خپلو خبرو کې د راغلو علمي‌ــــ‌څېړنيزو مقالو د شمېر او څرنگوالی په اړه د غونډې گډونوالو ته معلومات ورکړل او له کتنپلاوي يې مننه وکړه چې د دوی د هلو ځلو په پايله کې د مجلې تېرو گڼو  غوره مقام حاصل کړی ؤ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د بېلا بېلو علومو استادانو گډ گروپي کار وکړ، چې د علمي او تخنيکي کار پایلې به د مجلې له مديره پلاوي سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS