پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۲:۱
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ تر سره شوه؛ د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په گډون په کې د پوهنتون آمرينو او عمومي مديرانو برخه لرله.

په ياده کاري ناسته کې د مشرتابه عالي مقام د فرمانونو او حکمونو عملي کول، په چارو کې د لوړو زده‌کړو وزارت مقام پرېکړو ته پوره پاملرنه، د حاضرۍ پابندي، په کارونو کې د آمير اطاعت، د نظام له پاليسيو او کړنلارو سره سم د کارونو سرته رسول، په چارو کې اخلاص او چټکتيا، له بیت المال څخه اصولي او سالمه استفاده، د نورو په دندو کې نه تداخل، له مراجعينو سره نېکه رویه او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون رييس د يادو موضوعاتو په هکله اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او همداراز يې د ناستې له ټولو گډونوالو وغوښتل چې د خپلو مسؤليتونو د اجراء په برخه کې د نظام نافذه اصول مراعت کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS