په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه نن ورځ پای ته ورسېده

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۲:۲۲
SJAU

دغه ازموینه چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له لوري په گډه له تېرې شنبې ورځې را په دې خوا د شپږو ورځو پر دوام د کونړ په گډون د هېواد په ټولو ولايتونو کې هم‌مهال پيل شوې وه نن ورځ بې له کومې ستونزې په پوره اطمينان او بري سره پای ته ورسېده.

ممتحنه پلاوي د ازموینې پر مهال د گډونوالو له لوري د نظم په مراعتولو خوښي وښوده او هغوی ته يې د پوره شفافيت او روڼتيا ډاډ ورکړ.

په ياده ازموينه کې د کونړ ولايت امارتي او خصوصي دیني مدارسو (938) تنو چې (329) تنه یې د عالمیې، (281) تنه د عاليې او (328) تنه د خامسې درجو فارغ فاضلان او طالب العلمان وو، گډون کړی ؤ.

ټاکل شوې ده، چې د ځانگړې کړنلارې له مخې به د عالميې او عاليې درجو بريالیو فاضلانو ته تر رسالې ليکلو وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا او خامسې دورې بريالیو طالب العلمانو ته به د پوهنې وزارت له لوري اسناد ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS