نړۍوال علمي ژورنال د ايجاد لپاره اجرايیه بورډ جوړ شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د نړۍوال علمي ژورنال لپاره اجرايیه بورډ جوړ او د علمي څېړنو او مجلې مرستیال په مشرۍ يې خپله لومړنۍ مشورتي ناسته وکړه.

ياد پوهنتون د علمی څېړنو او مجلې معاونيت اړوند د ژورنال او مجلې آمريت په اډانه کې د دې پوهنتون له علمي کادر څخه د نړۍوال علمي ژورنال د ايجاد لپاره دغه بورډ جوړ او پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستیال پوهندوی دوکتور سيداصغر هاشمي په مشرۍ يې خپله لومړنۍ مشورتي ناسته وکړه چې د ياد علمي ژورنال د ايجاد پر ارزښت او لومړنيو مراحلو په کې بحث او خبرې وشوې.

غونډې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستیال په خپلو خبرو کې د نړۍوال علمي ژورنال رامنځته کېدل د پوهنتون جدي اړتيا وبلله او زياته يې کړه چې په دې سره به د نړۍوالو مقالو د چاپ په برخه کې د دې پوهنتون سربېره د نورو پوهنتونونو استادانو شته ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS