ننگرهار پوهنتون محصلینو له سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه لیدنه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۴
SJAU

ننگرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د هارټيکلچر ديپارتمنت ۳۶ تنو‎ محصلینو د علمي سیر په ترڅ کې له سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د دې پوهنتون، کرنې پوهنځي د څېړنيز فارم او په ياد فارم کې تر کار لاندې او ترسره شويو څېړنو پروژو په اړه یې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.

د ياد سفر په ترڅ کې راغلو محصلینو او استادانو د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي سره ولیدل.

پوهنمل علي احمد بهار راغلو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ د علمي سفرونو پر اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او په عملي زده‌کړه کې يې یاده چاره مؤثره وبلله او هغوی ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

ننگرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور گلبدین گلاب په خپلو خبرو کې د سید جمال الدین افغانی پوهنتون له مشرتابه څخه د امکاناتو د چمتو کولو له امله مننه وکړه.

د يادونې ده چې راغلو محصلينو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د دې سفر په ترڅ کې لازمې اسانتاوې هم برابرې شوې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS