ملي کنفرانس ته د چمتوالي په پار مقدماتي مشورتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۳۰
SJAU

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې؛ په اکاډميکو بنسټونو کې د څېړنې د پياوړتيا ميکانيزمونو تر سرليک لاندې دايرېدونکي ملي کنفرانس لپاره مقدماتي مشورتي ناسته وشوه، چې په کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رييسانو او استادانو برخه لرله.

پيل کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د تحقيق اهميت او ارزښت په تړاو تفصيلي خبرې وکړې او هغه يې يو الهي امر ياد کړ.

ورپسې د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د ياد کنفرانس په تړاو د مجلس گډونوالو ته معلومات وړاندې کړل چې هغوی پرې خپل نظرونه او وړاندیزونه سره تبادله کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS