محصلينو د تبديلۍ په تړاو د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

Abdullah Saeed
SJAU

د امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د تبدیلو پروسه د روان کال(1402) مرغومي میاشتې له لوموړۍ نېټې څخه پیل او د سلواغې میاشتې تر پایه، یوازې د ورځې برنامې څخه شپې برنامې ته په ورته څانګه، سمستر او ټولګي کې په لاندې شرایطو سره ترسره کېږي.

1: له لومړي تحصیلي بنسټ څخه د فورم اخیستل او د دواړو تحصیلي بنسټونو څخه موافقه ترلاسه کول.

2: د دویم تحصیلي بنسټ په شپې برنامه کې د اړوندې څانګې شتون.

3: تبدیلي په ورته سمستر، ټولګي او څانگه کې ترسره کېږي.

4: د غوښتنپاڼې او عریضې له لارې تبدیلي نه منل کېږي.

نوټ:  د محصلینو تبدیلي د ورځنیو برنامو څخه شپې برنامو ته د پورته شرایطو سره سم او د تبدیلو کمیسیون له تايید نه وروسته ترسره کېږي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۹
Background image

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ليد لوری او رسالت

ليد لوری:

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون غواړي چې د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، له معاصرې تکنالوژۍ څخه په استفادې، د علمي څېړنو او معیاري تدریس پر مټ، په ملي کچه یو معتبر . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۲:۸
Background image

بهاري سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!!

د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د راتلونکي بهاري سمستر درسونه به له گرمسيرو پوهنتونونو سره هم مهال د چهارشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۴ لمريز کال . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

د سيرت النبي ﷺ سيالۍ په ازموينه کې د برخه‌والو محصلينو د پام وړ!!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو هغو محصلينو ته چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري په ترسره شوې د سيرت النبي ﷺ په سيالۍ کې يې ازموينه ورکړې . . .

Back to announcements