محصلينو د تبديلۍ په تړاو د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

Abdullah Saeed
SJAU

د امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د تبدیلو پروسه د روان کال(1402) مرغومي میاشتې له لوموړۍ نېټې څخه پیل او د سلواغې میاشتې تر پایه، یوازې د ورځې برنامې څخه شپې برنامې ته په ورته څانګه، سمستر او ټولګي کې په لاندې شرایطو سره ترسره کېږي.

1: له لومړي تحصیلي بنسټ څخه د فورم اخیستل او د دواړو تحصیلي بنسټونو څخه موافقه ترلاسه کول.

2: د دویم تحصیلي بنسټ په شپې برنامه کې د اړوندې څانګې شتون.

3: تبدیلي په ورته سمستر، ټولګي او څانگه کې ترسره کېږي.

4: د غوښتنپاڼې او عریضې له لارې تبدیلي نه منل کېږي.

نوټ:  د محصلینو تبدیلي د ورځنیو برنامو څخه شپې برنامو ته د پورته شرایطو سره سم او د تبدیلو کمیسیون له تايید نه وروسته ترسره کېږي.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۲
Background image

کتاب لوستنې سيالۍ ته د نومليکنې خبرتيا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت پلان لري، چې د کتابتون عمومي مديريت په چوکاټ کې د کتاب لوستنې سيالي ترسره کړي، په دغې سيالۍ کې به درېيو لومړنيو گټونکو ته ډالۍ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د مقاله ليکنې سيالۍ خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په پام کې لري، چې د ناسمو رواجونو مخنيوي په هکله د(۱۷مه) گڼه فرمان د ښه تطبيق او پوهاوي په موخه د پېنځه‌گونو پوهنځيو . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۲:۸
Background image

بهاري سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!!

د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د راتلونکي بهاري سمستر درسونه به له گرمسيرو پوهنتونونو سره هم مهال د چهارشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۴ لمريز کال . . .

بازگشت به اطلاعیه ها