له شرعياتو پوهنځي څخه ۵۶ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۲:۵۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د دوو(فقه او قانون او اسلامي تعليماتو) له ديپارتمنتونو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو ديني او تخصصي زده‌کړو وروسته په دولسمه دوره کې(۵۶) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور د ښه راغلاست وینا وکړه او فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

غونډې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپله وینا کې فارغېدونکي محصلين مخاطب کړل، چې اوس تاسو ته ډېر مهم مسؤليت متوجه شو نو په سرته رسولو کې يې له اخلاص او ښه نيت څخه کار واخلئ. نوموړي هغوی لا نورو تخصصي-لوړو زده‌کړو او پراخې مطالعې ته وهڅول.

کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو ته مبارکي وويله او هغوی ته يې تر فراغت وروسته د مسؤليت په تړاو لازمې توصيې وکړې.

غونډې ته د کونړ ولايت محاکمو رياست د عامه امنيت دېوان رييس مولوي رحمت الله، د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی مولوي عطاءالله عصامي او د فارغېدونکو محصلينو په استازۍ مولوي عبدالسلام بابر هم ويناوې وکړې. پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS