سید جمال الدین افغاني پوهنتون د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ملي کنفرانس کې لومړی مقام خپل کړ

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۴۴
SJAU

په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا تر سرليک لاندې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ملي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د ۱۲ مقالو په لیکلو سره وکړای شول چې لومړی مقام خپل کړي، ياد ملي کنفرانس ته د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي ۳ مقالې، د پوهنمل عمران رفیق ۱ مقاله، پوهنیار حامد احمد مراد ۱ مقاله، پوهنمل ذاکر الله نصـرتیار ۲ مقالې، پوهنمل ذبیح الله کوټوال ۱ مقاله، پوهنیار محبت شاه محبت ۲ مقالې، پوهنیار مجیب الله ایوبي ۱ مقاله او پوهنیار مالیار صدیقي ۲ مقالې لیکلې وې چې په دې کنفرانس کې يې ارایه کړې.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري د دې لوړ علمي وقار د ترلاسه کولو له امله په ټوله کې د لوړو زده‌کړو سرتاسري کورنۍ او په ځانگړي ډول د دې پوهنتون ټول زيارکښ پرسونل ته مبارکي وايي، دا پوهنتون د خپل برم تر لاسه کولو له‌پاره په هڅه کې دی او په ډېر کم وخت کې يې ستر کارونه ترسره کړي دي.

د يادونې ده چې د دې علمي بنسټ استادانو په تېر کې هم د علمي مقالو د محتوا او شمېر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کار په ملي کنفرانس کې لومړی، د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون په اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس کې دویم، د تخار پوهنتون د افغانستان په دوامداره پرمختگ کې د طبیعي زېرمو د مدیریت رول په ملي کنفرانس کې درېيم، د بدخشان پوهنتون د سیاحت په اړه جوړ شوي ملي کنفرانس کې پنځم او د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون د ښوونې او روزنې پرمختیايي په ملي کنفرانس کې اووم مقام تر لاسه کړی ؤ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS