سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرکټ لوبې سيالۍ پيل شوې

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۴۳
SJAU

د کرکټ لوبې یاد ټورنمنټ د دوه اوونيو پر دوام، پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په چوکاټ کې د محصلانو انسجام او همغږۍ آمريت او پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې په نوښت او هلوځلو پيل شو؛ چې د دې پوهنتون اړوند شپږ لوبډلې په کې برخه لري.

يادو سياليو د پيل په مراسمو کې د ځينيو پوهنځيو رييسانو، د محصلانو انسجام او همغږۍ آمر او د سپورت مرکزي کمېټې ځينيو مسؤليو حضور درلود.

د دې سياليو په لومړۍ ورځ يوه لوبه وشوه چې د شرعياتو او د زراعت پوهنځيو لوبډلې په کې يو او بل ته مخامخ شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۶
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS