سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د سپورتي لوبو مېله پیل شوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۹:۵
SJAU

د واليبال، کرکټ او نورو بېلابېلو لوبو مېله، چې غبرگولي پر ۱۴ نېټه د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوه؛ دوه مياشتې به دوام وکړي، پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په نوښت او د سپورت مرکزي کمېټې په هلوځلو يادې سيالۍ پلان شوې دي، چې د پوهنتون اړوند پوهنځيو لوبډلې په کې برخه لري.

د ياد پروگرام پرانیستې پر مهال د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د سپورت پر ارزښت او گټو خبرې وکړې او سپورتي فعالیتونه یې محصلینو د فزيکي او ذهني ودې لپاره مهم وبلل.

پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې مسؤل پوهنيار فريدالله صافي د پیل شویو سیالیو په اړه وویل، چې له دې سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول دي او لوبغاړو ته یې د سپورتي اخلاقو او اصولو د رعایت سپارښتنه وکړه.

د يادو سياليو په لومړۍ ورځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو، چې په لومړۍ لوبه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې د استادانو-اداري کارکوونکو لوبډلې ته 2/1 ماته ورکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS