سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د بشري سرچینو آمريت او د ښوونې او روزنې پوهنځي تدريسي عمومي مديريت ته نوي گمارل شوي مسؤلين ور وپېژندل شول

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۳:۸
SJAU

د معرفت په يادو مراسمو کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او د پوهنتون نورو منسوبينو برخه لرله.

د پوهنتون رييس نويو گمارل شويو مسؤلينو ته مبارکي وویله او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه يې ورته د رښتیني خدمت د توفیق دُعا وکړه.

ياده دې چې دوه تنه هر يو: فاتح محمد د بشري سرچینو د آمر او محمدرسول د ښوونې او روزنې پوهنځي د تدريسي عمومي مدير په توگه د لوړو زده کړو وزرات محترم مقام له لوري يادو بستونو لپاره ټاکل شوي ؤ چې نن ورځ د پوهنتون مشرتابه له لوري رسماً خپلو دندو ته ور وپېژندل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS