د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د لغمان پوهنتون ترمنځ د گډو علمي او څېړنيزو همکاریو هوکړه‌ليک لاسلیک شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۵۱
SJAU

د يادو علمي بنسټونو ترمنځ د متقابلو همکاریو هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د لغمان پوهنتون عمومي رئيس شيخ محمد منير حقاني له لوري د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت د غونډو په تالار کې لاسلیک شو، په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او منصوبينو ترڅنگ؛ د لغمان پوهنتون مشرتابه او مسؤلينو هم برخه لرله.

مراسمو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو ترمنځ د گډ تفاهم هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په پايله کې يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونه څخه د گټې اخيستنې زمينه برابرېږي. نوموړي په خپلو خبرو کې د هوکړه‌ليک پر بشپړ علمي کېدو ټينگار وکړ او زياته يې کړه، چې د دې هوکړه‌ليک په لاسليک سره به د دواړو پوهنتونونو تفاهم او همغږي نوره هم زياته شي.

غونډې ته د لغمان پوهنتون عمومي رئيس شيخ منير احمد حقاني په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې هوکړه‌ليک لاسليک به د دواړو علمي بنسټونو ترقۍ ته پوره زمينه برابره کړي او په عموم کې به د لوړو زده‌کړو وزارت د پرمختگ سبب وگرځي. نوموړي د هوکړې پلي کېدو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

ورپسې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د لغمان پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي رئيس پوهنمل سردارولي اسرار په خپلو ويناوو کې د اړوندو پوهنتونونو د ظرفيتونو، خدماتو، اسانتياوو او لاسته راوړنو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.  د يادونې وړ ده چې د لغمان پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ راغلي پلاوي د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه هم عملاً ليدنه وکړه او د دې پوهنتون په پرمختگونو يې خوښي وښوده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS