د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې له کتابتون سره څه باندې(۱۰۰۰) ټوکه د علمي آثارو مرسته وشوه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۴۱
SJAU

دغه مرسته چې د بېلابېلو علمي او فرهنگي مرکزونو او شخصيتونو  له لوري شوې، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري يې د ياد کتابتون د بډاينې او ودې په برخه کې مهم گام بولي او د مرسته کوونکو علمي او فرهنگي مرکزونو او شخصيتونو له همکارۍ څخه مننه کوي.

د پښتو ژبې او ادب څانگې آمر پوهنيار محمد داؤد مبارز وايي، چې په دې مرسته شويو کتابونو کې د ژبپوهنې، ادبياتو، تاريخ، کلتور او د نورو اړوندو برخو مهم کتابونه شامل دي. د يادونې وړ ده چې له ياد کتابتون سره د علومو اکاډمۍ، عامه کتابتون، بيهقي د کتاب خپرولو رياست، د ننگرهار پوهنتون او نورو بېلابېلو علمي او فرهنگي شخصيتونو له لوري د څه باندې(۱۰۰۰) ټوکه کتابونو مرسته شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS