د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانگې لرليد، رسالت او موخې

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۳
SJAU

لرليد:

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانکې همېشنۍ هڅه او ژمنه ده چې د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پر مټ د ټولنې اړتیا سره سم په عربي ژبه د مسلکي ښوونکو او کادرونو روزل، تر څو د ښوونې او روزنې پر مخ شته خنډونه رفع او خلا ډکه شي او د افغانستان د کلتور او ژبو غنامندي او دغه راز له نورو ملي ژبو سره د عربي ژبې اړيکې ټينګول او د بهرنيو ژبو او علومو څخه پخپل ملک او فرهنګ کې د استفادې زمينه برابرول؛ دا د عربي ژبې او ادب څانګې لرلید دی.

رسالت:

دعربي ژبې او ادب څانګې ایماني او اساسي رسالت دا دی چې خپل محصلین په مسلکي، دیني او اسلامي روحیه سمبال وروزي او د ملک د ښوونې او روزنې سېستم ته د قرآني ژبې له لارې وړ ښوونکي او مسلکي کادرونو وړاندې کړي.

موخې:

  • د اسلام سپېڅلي دين په رڼا کې د داسې شخصیتونو روزل چې اسلامي او اخلاقي ارزښتونو ته ژمن وي او قانون ته درناوی، روحي پياوړتيا او ټولنيز اداب ولري.
  • د محصلانو د پټو استعدادونو را پلټل او د هغوی سالمه رهبري کول، تر څو وکولای شي اسلامي تمدن او د افغانستان او نورو ملکونو تاريخي فرهنګ وپېژني او د خپلو فرهنګي، تاريخي او اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي.
  • د نوي نصاب او د تدريس اوصولو په مرسته د داسې مسلکي او علمي ظرفيتونو روزل چې د ټولنې ټولو غوښتونو ته په ټوليزه ټوګه ځواب ويوونکی وي.

د رسمي او بهرنيو ژبو، ادبياتو پېژندنه او د هغو ژبنيو مهارتونو ته وده ورکول او همداراز د ژباړې او څېړنې له لارې ملي ژبې او نور علوم بډايه کول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS