د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د کتابونو، تأليفي او څېړنيزو آثارو او مونوگرافونو د کتنې شرعي بورډ ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۵۱
SJAU

په ياده کاري ناسته کې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي او د ياد بورډ غړو گډون درلود، چې په پیل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې له ديني، اخلاقي او فکري پلوه د کتابونو، تأليفي او څېړنيزو آثارو او مونوگرافونو د کتنې اړتيا، ارزښت او اهميت بيان کړ او د بورډ غړو ته يې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د علمي څېړنو او مجلو له معاونيت سره دوامداره مرسته وکړي او په خپلو چارو کې دې له يو بل سره پوره همغږي او همکاري ولري او خپلې چارې دې په پوره دقت سره ترسره کړي، چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو. د ناستې په ترڅ کې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال د ياد بورډ د فعاليتونو لارښود تشرېح کړ او د هغوی مسؤلينوته يې روښانه کړل او ورپسې د بېلابېلو ټاکل شويو موضوعاتو په تړاو بحث او پرېکړې وشوې. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS