د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د معاونيتونو او پوهنځيو د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د شرعياتو پوهنځي مرستيال له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۵۸
SJAU

سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه معاونيتونو او پوهنځيو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو راپورونه او راتلونکي پلانونه د يوې غونډې په ترڅ کې له اړوندو برخو سره شريک کړي. د دغو لارښوونو په رڼا کې نن ورځ د شرعياتو پوهنځي معاون پوهنمل رازمحمد شېرزاد د نوموړي پوهنځي د مسؤلينو او استادانو له لوري د ترسره کړو علمي، اداري او څېړنيزو فعاليتونو په تړاو تفصيلي راپور او د راتلونکو عادي او انکشافي پلانونو په اړه چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو او پرمختگونو خوښي وښوده او مسؤلينو ته يې د راتلونکو پلانونو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همدارز يې هغوی ته د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې ده چې د يادو لارښوونو پر بنسټ به د پوهنتون مرستيالان او د پوهنځيو مسؤلين په خپل وار د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو دې ته ورته تشرېحي غونډې دايرې کړي، چې د پوهنځیو تېر فعالیتونه به په کې وړاندې او راتلونکي پلانونه به يې وڅېړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۸
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS