د پوهنتون عمومي رئيس د اقتصاد پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د اقتصاد پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې په اقتصادي برخه کې له اسلامي لارښوونو سره سم د پاليسيو پر ايجاد او په دې تړاو د نويو څېړنو د ترسره کولو پر اهميت او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او د پوهنځي استادانو ته يې لارښوونه وکړه چې په ياده برخه کې نوې څېړنې وکړي. ورپسې د ياد پوهنځي رئيس پوهنيار حامد احمد مراد د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل. د پوهنتون عمومي رئيس د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS