د پوهنتون ريیس په خپل کاري دفتر کې؛ د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ريیس په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۴:۳۶
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب په خپل کاري دفتر کې؛ کونړ ولايت ته د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ريیس قاضي عبدالعزیز عزیزي په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.

یاد پلاوی له فتحې وړاندې د پوهنتونونو د باقیداریو او ناتکمیله پروژو د بررسۍ په موخه ټاکل شوی، چې د خپلو بررسیو په لړ کې یې دا ځل په ياد پوهنتون کې د دا ډول پروژو په اړه د پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره ناسته وکړه.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په ياده برخه کې د لوړو زده کړو وزارت تخنیکي پلاوي ته د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ. نوموړي په دغه پوهنتون کې له هغو پروژو هم يادونه چې چارې یې نیمګړې پاتې دي او په دې برخه کې يې له ياد پلاوي د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ريیس او د یاد پلاوي مشر قاضي عبدالعزیز عزیزي د نوموړي پلاوي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ټاکل شوی تخنیکي پلاوی، چې د مالیې وزارت او د تفتیش عالي ادارې مسؤلین هم په کې برخه لري، د ختیځ زون د امارتي تحصیلي بنسټونو مالي باقیدارۍ او همدارنګه ناتکمیلې پروژې، چې د بېلابېلو عواملو له امله یې چارې ځنډېدلې، له نږدې گوري، تر څو یې د حل په موخه لازم اقدامات وشي.

د يادونې وړ چې ټاکل شوي تخنیکي پلاوي په خپله برخه کې عملاً  په کار پيل وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS