د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند آمريتونو او عمومي مديريتونو پيل شوې کلنۍ ارزونه پای ته ورسېده

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۳
SJAU

یاده ارزونه د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې يې د ځانگړو چک‌لېستونو له مخې د ياد معاونيت اړوند آمريتونو او عمومي مديريتونو له لوري په کلني ډول ترسره شوې چارې او کړنې په کره او عادلانه ډول وارزول شوې. نوموړي په کاري برخه کې د مسؤلينو له لوري ترسره شوي نوښتونه وستايل او د نيمگړتياوو په برخه کې يې هغوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS