د پوهنتون اړوند د اعلان شويو کادري بستونو د شارټ‌لېست پروسه پای ته ورسېده

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۴۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي څانگې، د ښوونې او روزنې پوهنځي د دري ژبې او ادبياتو څانگې او د کمپيوټرساينس پوهنځي د معلوماتي سېستمونو څانگې د اعلان شويو کادري بستونو د شارټ‌لېست پروسه د يوې ځانگړې کمېټې له لوري چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي يې مشري کوله په پوره شفافیت، بې‌طرفۍ او د نافذه اصولو په پوره رعایت سره ترسره شوه.

د يادونې وړ ده چې د دغو اعلان شويو(۷) کادري بستونو لپاره ټولټال(۴۰) تنو غوښتنلیکونه سپارلي ول، چې اسناد یې د ټاکل شويو شرایطو او معيارونو له مخې په دقیق وارزول شول او په پایله کې یې(۳۴) تنه د راتلونکو پړاوونو لپاره د وړ نوماندانو په توگه وپېژندل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS