د پوهنتون استادانو ته د ماخذ ليکنې او سايټېشن جوړښت په اړه روزنيز سېمينار داير شو
دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري داير شوی ؤ، د ياد پوهنتون گڼو استادانو په کې برخه لرله. په پيل کې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او ياد روزنيز سېمينار يې د استادانو لپاره ډېر مهم او گټور وباله.
د سېمينار په ترڅ کې د علمي مجلو آمر پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت د ماخذ ليکنې او سايټېشن جوړښت په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او موضوعات يې په تيوري او عملي بڼه گډونوالو ته تشرېح کړل او همداراز يې د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې.
