د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د جهادي مدرسې مهتمم له لوري اصلاحي بيان وشو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۵:۱۵
SJAU

کونړ ولايت د جهادي مدرسې مهتمم ته چې نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د اصلاحي پروگرامونو په لړ کې بلنه ورکړل شوې وه؛ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري ورته  ښه راغلاست وويل شو. ياد ولايت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ الحديث مولوي رحمت دين مدني په اسلام مبارک دين کې د معلم(استاد) پر مقام او منزلت، په تعليمي او تحصيلي برخه کې د کار کولو پر ارزښت او اهميت، د روحاني تربيې پر اُخروي او دنيوي فوايدو او د مبارکو احاديثو په رڼا کې د ژوندانه پر مهالوېش تفصيلي بيان وکړ چې دياد پوهنتون لسگونو استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله او ياد اصلاحي بيان د خير په دُعاء پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS