د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور ليکنې او د کلنۍ ارزونې فورمونو په اړه يو ورځنی ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۳۹
SJAU

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په نوښت او د کونړ ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت په همکارۍ د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د پوهنتون اداري برخې آمرينو، مديرانو او مامورينو په کې برخه لرله.

د يادونې وړ ده چې د دې ورکشاپ د روزنې چارې د کونړ ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له آمريت څخه راغلي ټرېنر محمد جان حقپال له خوا پر مخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۴۹
Background image

پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د پوهنتون سالارباغ په ساحه کې د مسجد په جوړولو، د انټرنېټ کارونې نوي لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

نن ورځ چې د روان١۴٠۴ هـ . ش کال د چنگاښ مياشتې له ١۴ مې سره برابره ده په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به څه باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۶
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي پېنځه تنو استادانو پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفراسونه وړاندې کړل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استاد پوهنمل دوکتور محمد رحمان رحماني او د انگليسي ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور. . .

BACK TO NEWS