د مننې او مبارکۍ پیغام!

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۳:۵۷
SJAU

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري، د جهادي مدرسې مشرتابه په گډو هڅو او د کونړ ولایت قدرمن والي صاحب د وړانديز په اساس د کونړ او نورستان د متدينو او مجاهدو ولسونو د علمي قشر له‌پاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالیٰ  ورعاه د خاص شفقت او د لوړو زده‌کړو محترم وزیر شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د هڅو او کوښښونو په اساس د افتاء او قضاء د تخصص جامعه منظوره شوه.
د کونړ ولس، علماء کرام، طالب العلمان او مجاهدین دا ستره لاسته راوړنه د علم پرمختگ او تخصص پر لور یو مهم گام بولي او د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالیٰ  ورعاه او د لوړو زده‌کړو وزارت محترم وزیر شیخ صاحب حفظه الله له پېرزوينې او شفقت څخه مننه کوي او د الله تعالیٰ په ستر دربار کې ورته د نعم‌البدل غوښتونکي دي.
په پای کې د کونړ او نورستان ټولو معززو علماءکرامو او شریفو ولسونو ته د زړه له تله د دې غوره اقدام مبارکي وایو، الله تعالیٰ دې دا علمي دروازه د نسلونو لپاره د ښې استفادې لامل وگرځوي.
والسلام.
۲۳/ربيع الأول/۱۴۴۷هــ . ق
د کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS