د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۳:۵۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د عقيدې ديپارتمنت استاد پوهنيار عبداللطيف عابد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په اسلام او نصرانيت کې له يوې څخه د زياتو ښځو سره د نکاح پرتليزه څېړنه) تر سرليک لاندې خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ.

ياد کنفرانس چې پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په تالار کې وړاندې شو په کې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان البدر، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس مولوي خانزاده حنيفي، د ژوري هيئت غړو: پوهندوی عنايتالرحمن همت، پوهندوی عطاءالله عصامي او پوهندوی محمد رحيم خاکسار، د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو گډون کړی وو چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت له مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۴۹
Background image

پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د پوهنتون سالارباغ په ساحه کې د مسجد په جوړولو، د انټرنېټ کارونې نوي لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

نن ورځ چې د روان١۴٠۴ هـ . ش کال د چنگاښ مياشتې له ١۴ مې سره برابره ده په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به څه باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۶
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي پېنځه تنو استادانو پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفراسونه وړاندې کړل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استاد پوهنمل دوکتور محمد رحمان رحماني او د انگليسي ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور. . .

BACK TO NEWS