د سید جمال الدین افغاني پوهنتون په درېوو پوهنځيو کې د HEMIS سېستم په بشپړ ډول پلی شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۵۶
SJAU

په دې سره به د لومړي ځل لپاره د لوړو زده‌کړو له مديريتي او معلوماتي سېستم(HEMIS) څخه د محصلينو نتایج،  فراغت جدولونه او ټرانسکرېپټونه له ياد سېستم څخه پرينټ کېږي.

نوموړی سېستم په درېوو پوهنځیو(زراعت، اقتصاد او کمپيوټرساينس) کې بشپړ شو، چې په دې سره به د محصلینو اسناد له فراغت سره سم هغوی ته ورکول کېږي.

د يادونې ده چې د نورو پوهنځيو تدريسي مديران به هم په خپلو دوامدارو هڅو سره په نږدې وخت کې ياد سېستم ته د ټولو معلوماتو پورته کول پشپړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS