د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مشرتاته له لوړو زده‌کړو وزارت څخه راغلي پلاوي سره وليدل

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۳:۲۷
SJAU

نن ورځ د پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار او د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د اکاډميکو چارو څارنې او ارزونې له رياست څخه راغلي پلاوي سره د پوهنتون په رياست مقام کې وليدل.

د ياد پلاوي مشر مولوي ضياءالرحمن هاشمي د پوهنتون مشرتابه ته د خپل سفر د موخو په اړه معلومات ورکړل چې د هغوی له لوري د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د يادونې ده چې ټاکل شوي پلاوي تر ليدنې وروسته د پوهنتون علمي او اکاډميکو چارو د ارزونې په موخه عملاً  خپل کار پيل کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۸
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS