د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون تدریسي او اجرايیه مديرانو ته يو ورځنی ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۲:۴۱
SJAU

د پوهنتون اړوندو پوهنځیو تدریسي او اجرايیه مديرانو ته د لوړو زده‌کړو مديريتي او معلوماتي سېستم(HEMIS) په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ جوړ شو.

دغه يو ورځنی ورکشاپ چې د پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د پوهنځیو تدریسي او اجرايیه مديرانو په کې برخه لرله.

د يادونې ده، چې د داير شوي ورکشاپ روزنيزې چارې د محصلانو چارو آمر وحيدالله صافي او د کرنې پوهنځي اجراييه مدير يوسف خان عابدزي له لوري پر مخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۸
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS