د زراعت پوهنځي محصلینو ته د کرنيز سياحت تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو
دغه علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو د ديپارتمنت استاد پوهنيار محيب الله صافي له لوري وړاندې شو، د ياد پوهنځي استادانو او محصلينو په کې برخه لرله. نوموړي استاد د سېمينار برخهوالو ته؛ په افغانستان کې د کرنيز سياحت فرصتونو او ننگونو، طبيعي سرچينو او جاذبو، متفاوتې کرنې او مالدارۍ او د سياحت اخلاقو په تړاو معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې.
د يادونې ده چې گډونوالو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
