د زراعت پوهنځي محصلينو په لومړي ځل د بلخ ولايت ته علمي سفر وکړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۴
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د حيواني علومو او کرنيز اقتصاد او توسعې څانگو(۲۸) تنو محصلینو، د پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر په مشرۍ د(۴) تنو استادانو په گډون بلخ ولايت ته علمي سفر وکړ، چې په دې علمي سفر کې به محصلين د بلخ پوهنتون د زراعت او وترنرۍ علومو پوهنځيو د څېړنيزو مرکزونو او تحقيقاتي فارمونو په گډون د قوش‌تېپې کانال پروژې له روانو چارو څخه لیدنې ولري او د خپلو کوربنو په مرسته او د خپلو استادانو په لارښوونه به عملي او چاپېريالي مشاهدې وکړي.

د يادونې وړه ده چې د پوهنتون له ټاکل شوي پلان سره سم د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونو په رڼا کې دا وړ علمي سفرونه ترسره کېږي، چې د محصلينو د مسلکي ظرفيت لوړولو، علمي ودې او د عملي تجربو په حصول کې خورا مهم ارزښت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS