د روان تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به د جوزا پر ۱۱مه نېټه پيل شي

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۶
SJAU

ياده پرېکړه د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د رالېږل شوې طرحې له مخې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د يادې پرېکړې سربېره د زراعت پوهنځي د دوه تنو استادانو د علمي ترفيعاتو پر کيسونو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په هکله بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS