د اقتصاد پوهنځي پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴۳
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي اړوند پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي یو ورځنی سېمينار داير شو، چې د څانگو آمرينو، استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله. د سېمينار وړاندې کوونکي او د ياد پوهنځي رئيس پوهنيار حامد احمد مراد د سېمينار برخه‌والو ته د نوموړي پوهنځي د ستراتيژيک پلان ارزښت، جوړښت، تطبیق، ارزونې او د نورو مهمو برخو په تړاو معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS