د ارواپوهنې ديپارتمنت محصلينو له لوري د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۵۳
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې ديپارتمنت(۲۵) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو ساحوي څېړنو پايلې د یوې غونډې په ترڅ کې د پوسټر پرېزېنټېشن له لارې د پوهنتون مسؤلینو، استادانو، محصلینو او د ولایتي ادارو له استازو سره شريکې شوې.

غونډې ته د ياد پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د علم او څېړنې پر ارزښت او اهميت تفصيلي خبرې وکړې او په دې برخه کې يې محصلين لا نورو نوښتونو ته وهڅول او هغوی ته يې د خدمت او تر فراغت وروسته د مسؤليت په تړاو لازمې توصيې وکړې.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي او د ارواپوهنې ديپارتمنت آمر پوهنيار عبدالرحمن عابد په خپل وار د غونډې برخه‌والو ته د ياد پروگرام په تړاو معلومات وړاندې کړل او له تنظيموونکو يې مننه وکړه. ورپسې محصلينو د خپلو څېړنو پايلې د غونډې گډونوالو ته د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه وړاندې کړې.

د يادونې ده چې د پوهنتون رييس د ياد پروگرام سربېره د ښوونې او روزنې پوهنځي د رياضي او فزيک او پښتو ژبې او ادب ديپارتمنتونو د محصلینو د مونوگرافونو د دفاع په پروگرامونو کې گډون وکړ او تر فراغت وروسته يې د محصلينو پر مسؤليتونو هر اړخيزې  ويناوې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS