سید جمال الدین افغاني پوهنتون د افغانستان د څلورو مخکښو او برياليو پوهنتونونو په کتار کې وځلېد

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۳
SJAU

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پوهنتونونو د هر اړخيزې ارزونې او کيفيت سنجونې د پايلو له مخې، سيد جمال الدین افغاني پوهنتون د خپلې هوښيارې او لرليد لرونکې رهبرۍ، ژمن او هڅاند اداري پرسونل، علمي او مسلکي، بااستعداده او نوښتگرو استادانو او د کيفيت د لوړتيا لپاره د گډو او نه ستړې کېدونکو هڅو په برکت، د افغانستان د څلورو مخکښو او برياليو پوهنتونونو په کتار کې وياړلی ځای خپل کړ.

دا ستره لاسته‌راوړنه په داسې حال کې ترلاسه شوې، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي او اداري فعاليتونو لوړ معيار، د کيفيت د تضمين په برخه کې ژمنتيا، او په ځانگړې توگه د څېړنيزو فعاليتونو پراختيا او پياوړتيا د دې لامل شوه چې ياد پوهنتون د هېواد د څلورو برياليو پوهنتونونو په کتار کې خپل وياړمن مقام تثبيت کړي. په حقيقت کې د دې ستر وياړ لويه برخه د پوهنتون د علمي څېړنو، د علمي مقالو د کيفيت لوړولو، د څېړنيز فرهنگ د ودې او د څېړنيزو فعاليتونو د پراخېدو پايله ده.

د يادونې وړ ده، چې د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارکوونکو او د علمي کورنۍ د ټولو غړو له لوري پرله‌پسې، منظمې او گډې هلې ځلې د دې لامل شوې، چې ياد پوهنتون د ملک په سطحه د څلورو مخکښو او برياليو پوهنتونونو په کتار کې وځلېږي. د مخکښو او برياليو پوهنتونونو په ډله کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون دا لوړ علمي مقام د الله تعالی په فضل، د گډ کار، اخلاص، مسؤليت‌پالنې او علمي تعهد په پايله کې خپل کړ.

دغه ستر علمي ویاړ د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارکوونکو، محصلينو او د علمي کورنۍ د هر غړي د اخلاص، زحمت، همغږۍ او گډو هڅو ښکاره ثمره ده. هيله ده چې دا لويه لاسته‌راوړنه د لا ډېرو علمي او څېړنيزو پرمختگونو لپاره د نوې انگېزې او مسؤليت احساس سرچينه وگرځي.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري د دې علمي کورنۍ ټولو غړو ته د دې تاريخي او وياړلې بريا له امله د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوي او د الله تعالی له لوی درباره غواړي چې دغه علمي کور د لوړو زده‌کړو په ډگر کې د لا ډېرو برياوو، نوښتونو او ځلاندو لاسته‌راوړنو شاهد وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS