د پوهنتون اړوند د اعلان شويو کادري بستونو د شارټ‌لېست پروسه پای ته ورسېده

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۴۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي څانگې، د ښوونې او روزنې پوهنځي د دري ژبې او ادبياتو څانگې او د کمپيوټرساينس پوهنځي د معلوماتي سېستمونو څانگې د اعلان شويو کادري بستونو د شارټ‌لېست پروسه د يوې ځانگړې کمېټې له لوري چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي يې مشري کوله په پوره شفافیت، بې‌طرفۍ او د نافذه اصولو په پوره رعایت سره ترسره شوه.

د يادونې وړ ده چې د دغو اعلان شويو(۷) کادري بستونو لپاره ټولټال(۴۰) تنو غوښتنلیکونه سپارلي ول، چې اسناد یې د ټاکل شويو شرایطو او معيارونو له مخې په دقیق وارزول شول او په پایله کې یې(۳۴) تنه د راتلونکو پړاوونو لپاره د وړ نوماندانو په توگه وپېژندل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۰
Background image

د پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون درې تنو استادانو لوړو علمي رتبو ته د ترفېع په موخه خپل دويم علمي کنفراسونه وړاندې کړل

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي د اگرانومي څانگې استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور امين الله نورزي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه(د غنمو پر وده او حاصل د نايتروجن د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۳۵
Background image

د پوهنتون استادانو ته په تدريس کې د معلوماتي ټکنالوژۍ مؤثرې کارونې په تړاو روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون لسگونو استادانو په کې برخه لرله.  په پيل کې د مسلکي. . .

BACK TO NEWS