ډېر زيات خواشيني يو چې د تېرې شپې په زلزله کې په کونړ او ننگرهار ولايتونو کې گڼ شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي

Abdullah Saeed
Mon, Sep 01 2025 12:28 PM
SJAU

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري او ټول منصوبين د شهيدانو او ټپيانو کورنيو او خپلوانو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي؛ الله ﷻ دې د شهيدانو درجې لوړې او زخميانو ته عاجله او کامله روغتيا نصيب کړي. موږ په دې ستر غم کې له ټولو غم ځپلو کورنيو سره يو شان شريک يو او هغوی ته د ستر څښتن تعالی له لوی درباره د جميل صبر هيله کوو.

د ياد پوهنتون رييس شیخ عبدالمالک محسن د يوه پلاوي په مشرۍ چې کاري ډلې يې هم ملتيا کوله د کونړ ولايت نورگل ولسوالۍ ته د مرستې او خدمت په موخه سفر وکړ چې د قرباني هېوادوالو لاسنيوی وکړي. همداراز د ياد پوهنتون په انگړ کې د مسؤلينو، استادانو، کارمندانو او محصلينو له لوري د شهيدانو ارواحو ته د ایصال ثواب په موخه د قرانکريم ختم او ټپيانو ته د عاجلې او کاملې روغتيا دُعاوې وشوې.

Latest news

Wed, Sep 03 2025 11:09 AM
Background image

پوهنتون د رييس په مشرۍ شاوخوا(۱۰۰) تنو استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستې په موخه د پېښې سيمې ته سفر وکړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د بېلابېلو پوهنځیو شاوخوا(۱۰۰) تنو استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستې او خوراکي توکو د رسولو په موخه. . .

Tue, Sep 02 2025 4:18 PM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د وړمې ورځې له شديدې زلزلې وروسته د پوهنتون له ودانيو ليدنه او څارنه وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په ملتيا د وړمې ورځې له شديدې زلزلې وروسته د پوهنتون. . .

Mon, Sep 01 2025 12:59 PM
Background image

پوهنتون د نصاب او کريکولم عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نصاب او کريکولم عمومي کمېټې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. ياده ناسته چې د قرآن‌کریم د. . .

BACK TO NEWS