پوهنتون د رييس په مشرۍ شاوخوا(۱۰۰) تنو استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستې په موخه د پېښې سيمې ته سفر وکړ

Abdullah Saeed
Wed, Sep 03 2025 11:09 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د بېلابېلو پوهنځیو شاوخوا(۱۰۰) تنو استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستې او خوراکي توکو د رسولو په موخه د پېښې سيمې؛ کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ دېوه‌گل درې څپرو ساحې او نورگل ولسوالۍ مزار درې غازي اباد ودېرو کلي ته سفر وکړ او په سيمه کې يې د پېښې له قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره د ټپيانو د ژغورنې او شهيدانو د تکفين او تدفين په برخه کې لازمه مرسته او همکاري وکړه.

د پوهنتون رييس د هېواد پر ټولو شتمنو، نړیوالو، ملي او ساحوي خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې د یادې پېښې قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره لازمه مرسته وکړي او د هغوی لپاره د بیا عادي ژوندانه امکانات او سرپناه برابره کړي.

د ياد پوهنتون رهبري او ټول منصوبین د الله تعالی له درباره شهيدانو ته د لوړو مرتبو دعاء او ټپیانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا هيله کوي.

Latest news

Sat, Dec 27 2025 11:46 AM
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

Thu, Dec 25 2025 4:55 PM
Background image

پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې نگرانانو ته معلوماتي سېمينار وړاندې شو

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې نگرانانو ته د ازموينې اخيستلو په هکله معلوماتي سېمینار وړاندې شو، چې د دې پوهنتون رهبرۍ سربېره؛ د لوړو زده کړو وزارت. . .

Thu, Dec 25 2025 10:56 AM
Background image

پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده‌کړو د تدریسي تگلارو په اړه پيل شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د(۱۰) لسو ورځو پر دوام جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو شااوخوا(۳۰) تنه. . .

BACK TO NEWS