د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب کړل چې ستاسو هڅې او زحمتونه د پوهنتون لپاره د ښه مديريت، منظم او پاک چاپېريال په برخه کې د قدر وړ دي او متوجه يې کړل چې په پوره اخلاص، ايماندارۍ او صحيح نيت سره خدمت وکړي نو دا به يې په عبادت کې حسابېږي. نوموړي همداراز وويل، چې په اداره کې به هر ډول امتياز يوازې د خدمت په بدل کې ورکول کېږي.
په دغه اصلاحي ناسته کې د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مشرتابه عالي مقام ۱۰۶۷پر۴۴۷ گڼه او ۲۰/۲/۱۴۴۸ هـ . ق نېټې حکم ابلاغ او لوستل شو او هغوی ته د دې حکم د بشپړ تطبيق لارښوونه وشوه. ياده ناسته د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.
