د پوهنتون عمومي رئيس د علمي څېړنو او مجلو له معاونيت څخه ليدنه او څارنه وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي څېړنو او مجلو له معاونيت څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد معاونيت له ترسره شويو فعاليتونو څارنه وکړه او د مسؤلينو ستونزې او وړاندیزونه يې واورېدل.
د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د پوهنتون رئيس ته د ياد معاونيت فعاليتونو او پلانونو په تړاو معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې په تېر کې د پوهنتون استادانو له لوري(۱۶۱) علمي-څېړنيزې مقالې ليکل شوې دي چې ۸۶ علمي مقالې يې په نړۍوالو ژونالونو او ۷۵ نورې په ملي ژورنالونو کې خپرې شوې دي.
د پوهنتون عمومي رئيس د چارو د لا ښه تنظيم، نوښت او پرمختگ په پار د ياد معاونيت مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.
