د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته يو ورځنی روزنيز سېمينار دایر شو

Abdullah Saeed
Thu, Oct 02 2025 11:02 AM
SJAU

د ويناوالۍ فن په برخه کې دغه روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د پوهنځي د کرنيز اقتصاد او توسعې ديپارتمنت له لوري داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه لرله. پيل کې د کرنيز اقتصاد او توسعې ديپارتمنت آمر پوهنمل عبدالواحد سلطاني د سېمينار  پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او له برخه‌والو يې وغوښتل چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.  ورپسې ښاغلي موسی نورزي د ويناوالۍ په تړاو راټول کړي معلومات وار په وار تشرېح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS