د زراعت پوهنځي محصلینو ته د کرنيز سياحت تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Sun, Sep 21 2025 2:32 PM
SJAU

دغه علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو د ديپارتمنت استاد پوهنيار محيب الله صافي له لوري وړاندې شو، د ياد پوهنځي استادانو او محصلينو په کې برخه لرله. نوموړي استاد د سېمينار برخه‌والو ته؛ په افغانستان کې د کرنيز سياحت فرصتونو او ننگونو، طبيعي سرچينو او جاذبو، متفاوتې کرنې او مالدارۍ او د سياحت اخلاقو په تړاو معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې گډونوالو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS